Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ریچارډ بنټ: «پنجشېر کې د ناقانونه وژنو» راپور دې په واقعي توګه وڅېړل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی له اسلامي امارته غوښتي دي چې په پنجشېر کې د ناقانونه وژنو په هکله په کره توګه څېړنه وکړي.

ښاغلي بنټ، تر هغه وروسته چې د اسلامي امارت دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې په پنجشېر کې د جګړې د اسیرانو د وژل کېدو د خپرو شویو ویډیوګانو په تړاو د څېړنو خبر ورکړ،  پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې طالبان د خپلو ځواکونو د کړنو مسوولیت لري.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ لیکلي:«دې ته په پام سره چې د دفاع وزارت اوسني چارواکي غواړي په پنجشېر کې د ناقانونه وژنو په تړاو څېړنې پېل کړي، زه طالبانو ته یادونه کوم چې دغه څېړنې او مجازات باید ریښتيني او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ وي.»

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څېړونکی زمان سلطاني وايي:«زموږ د لومړنیو څېړنو پر بنسټ دغه نوې ویډیوګانې چې د طالبانو له خوا ناقانوني وژنې دي او په پنجشېر ولایت کې رامنځته شوې دي.»

د نظامي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې ښکېلې خواوې باید د جګړې نړۍوال قوانین په پام کې ونیسي.
 
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم  وویل:«له دواړو لوریو هم د شرعي اړخه او هم د نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو له اړخه د اسیرانو په مرمۍ ویشتل او ربړول جرم او جنایت دی.»

د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل هم څرګندوي:«له دواړو ښکېلو لوریو د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې خپلې ټولنې کړنې د فقې د احکامو او د جګړې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ عیار کړي او له اسیرانو سره بد چلن ونه کړي.»

بل خوا د پنجشېر ځایي چارواکي وایي، چې په دې تړاو د دوی څېړنې په جدي توګه روانې دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده وویل:«په دې هکله دفاع وزارت او د ولایت مقام جدي څېړنې او پلټنې پیل کړې دي چې دا ویډیوګانې د کوم وخت دي او دا چې جګړې په بېلابېلو ځایونو کې شوي او ځينې وختونه له ویډیوګانو ناوړه استفاده کېږي. دا به جدي وڅېړل شي.»

په وروستیو ورځو کې په پنجشېر کې د اسلامي امارت او مقاومت جبهه ترمنځ د سختو جګړو رپوټونه خپاره شوي دي. دواړو لوریو په دغو جګړو کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه