د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د کابل ښار د درېیمې حوزې په اړونده سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ مسوولان زیاتوي چې د دوی مسلکي او څېړنیزه ډله د پېښې سیمې ته تللې چې د دغې چاودنې ډول روښانه کړي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه