د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د لېدنې پر مهال د یوه امریکايي وګړي «مارک فري ریچز» د ازادولو په برخه کې د قطر له همکارۍ مننه کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پهدې لیدنه کې د ښځو د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي ثبات په برخه کې د امریکا او قطر پر ګډو ګټو هم خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې مارک فري ريچز د روانې اوونۍ په پيل کې د بشير احمد نورزي چې په حاجي بشر مشهور و، په بدل کې خوشې شو. حاجي بشر د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه دی.
توماس وېسټ همداراز زیاته کړې چې هغه د اروپايي ټولنې د بهرني خدماتو له مسوول سره هم لېدلي دي.
هغه زیاته کړه، دوی د افغانانو د ملاتړ، د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه د دفاع او د بین الافغاني خبرو په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړې.
په دې اړه مو اندونه