Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان جومات چاودنې ته بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي

نن (جمعه) له غرمې وروسته د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیر محمد اکبر خان جامع جومات ته مخامخ چاودنه وشوه چې په کور دننه او بهر ورته بېلابېل غبرګونو څرګند شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا چاودنه غندلې او نه بښوونکی جنایت یې بللی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکي: «په مساجدو بریدونه او لمونځ کوونکي هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت دی. ملت باید د نظام سره په ملاتړ لاهم د داسې جنایتکارانو په نیولو او ځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په‌دې چاودنه کې کې ۷ عام وګړي وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان ټپیان دي. د نوموړي په وینا، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

همداراز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید غندلی او یو ترهګریز عمل یې بللی دی.

د نوموړي دفتر د هغه پر ټویټر پاڼې په یوې اعلامیه کې د دې برید د غندنې په تړاو لیکلي: «د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان جومات ته نږدې چاودنه کې چې زموږ یو شمېر هېوادوال په شهیدان او ټپیان شوي په شدیدو کلمو غندي او دا برید د ټولو اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې یو ترهګریز عمل بولي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله دا چاودنه غندلې. هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «دا برید نه بښونکی او نه توجیه کېدونکی له انساني او انساني اصولو په ټکر کې عمل دی چې په کلکه یې غندم.»

له دې سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) هم دا برید غندلی.

یوناما په یوې خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې: «په افغانستان کې د روانو ناامنیو او تروریستي فعالیتونو یو بله ترخه یادونه - د کابل ښار په زړه کې د یوه جومات مخې ته د نن ورځې چاودنې، ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، دا چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکا متحده ایالات په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات بهر پر لمونځ کوونکو د نن ورځې وحشیانه برید په کلکه غندي. د هغو خلکو په وړاندې چې د خپل دین او عقیدې څرګندونه کوي دا ډول برید د توجیه وړ نه‌دی.»

تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې او کوم کس د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په‌دې چاودنه کې کې ۷ عام وګړي وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه