Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ناټو بهر د امریکا د سترو متحدانو له نوملړه د افغانستان د نوم ایستل

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان نوم له ناټو بهر د امریکا د سټراټېژیکو متحدانو له نوملړه ایستلی دی.

سپینې ماڼۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د اساسي قانون له خوا د ورکړل شویو واکونو سره د افغانستان نوم له دغه نوملړه لرې کړ.

 افغانستان په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د دغه هېواد لوی متحد وبلل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې هکله ویلي:«هغه قانوني واک ته په پام سره چې د امریکا اساسي قانون ماته د ولسمشر په توګه راکړی دی. له ناټو بهر د امریکا د لویو متحدانو له نوملړه د افغانستان نوم لېرې کوم.»

له ناټو بهر د امریکا د لوی متحد نوم هغو هېوادونو ته ورکول کېږي، چې له امریکا سره سټراټېژېکې اړېلې لري، خو د ناټو غړي نه دي.

د سیاسي چارو شنونګی طارق فرهادي وايي:«کله چې امریکا د افغانستان متحده وه، په پوځي برخه کې یې ډېر لګښت کاوه او د افغانستان اردو یې پیاوړې کوله؛ خو اوس چې دا تړون لغوه شوی دی، امریکا له افغانستان سره پوځي مرسته نه کوي.»

امریکا اوس له ناټو بهر اتلس لوی متحدان لري، په دغو هېوادونو کې پاکستان، مصر، اسرایل، اردون کویټ، مراکش او قطر شامل دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه