په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷ مه اسامبله کې به افغانستان او میانمار وینا ونه کړي.
خو ښاغلی فایق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر په ۲۷ مه جوړېږي وینا به وکړي.
هغه ویلي:«افغانستان او میانمار د ملګرو ملتونو د تېر کال په عمومي اسامبله کې د یوه توافق له مخې خبرې ونه کړې؛ سږکال هم د تېر کال په څېر افغانستان او میانمار په عمومي اسامبله کې خبرې نه کوي؛ خو ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا په غونډه کې چې، د سپټمبر پر ۲۷ جوړېږي ګډون او وینا وکړم.»
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پنځمې ورځ غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په خپل لومړیتوب کې لري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل:«افغانستان د ټولنیز نظم په برخه کې په یوه ډېر سخت مسیر کې دی. یوه مناسبه لار، یو ټول ګډونه سیاسي چوکاټ او منځګړې پالیسي باید جوړه شي او د اقتصادي پراختیا بیا پیل، د خلکو د ژوند ښه والی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې مدغمېدل یې باید لومړیتوبونه وي.»
په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري د دغې چارې په تړاو ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د هېوادوالو رنځونو ته په نه سترګه کتلي دي.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژن وايي:«دا چې ښاغلی فایق پرېکړه کړې چې د ملګرو متلونو په اسامبله کې د افغانستان په هکله خبرې ونه کړی، په اصل کې یوه ستره جفا ده.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه داسې وايي:«اسلامي امارت د افغانستان د خلکو د واقعي استازي په توګه باید په ملګرو ملتونو سازمان کې خپل ځایګی ولري او له دې لارې د نړۍ له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره په اړیکه کې وي.»
تر دې مخکې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر شلمه ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړی و؛ خو دغه غوښتنه وځنډول شوه.
په دې اړه مو اندونه