د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) مسوولان وايي، له اوکراین څخه یې ۸۰ زره مټرک ټنه غنم پېرلي او تمه ده چې په لومړي پړاو کې یې دېرش زره مټرک ټنه تر نومبر میاشتې پورې افغانستان ته ورسېږي.
د دې سازمان چارواکي زیاتوي، د دې غنمو لومړی کاروان د تورې بحیرې له لارې افغانستان ته حرکت کړی دی.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي: «ډبلیواېفپي په افغانستان کې ۸۰ مټرک ټنه غنم د له اوکراین څخه د تورې بحیرې له لارې تر لاسه کوي، پلان داسې دی چې دا غنم له اکراین څخه د تورې بحیرې له لارې ترکیې ته ولېږدول شي، هلته اوړه او وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.»
اخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، اوسمهال له خورا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د مرستندیو بنسټونو مرستې ته اړتیا لري.
د کابل اوسېدونکی شېر زمان وايي: «د هېواد خلک ډېر بېوزله دي، خدای دې وکړي چې د نورو هېوادونو خلک مرسته وکړي او زموږ خلکو ته وی څه وشي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی عبید احمد وايي: «بېوزلي دې کچې ته رسېدلې، د دې هېواد د یوه وګړي په توګه که د سهار ډوډۍ وخورم د شپې په اړه فکر کوم.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې په افغانستان کې شپږ مېلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه