Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټونه: ۵۵ سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته ولاړل

یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې، د ۵۵ افغان سکهانو او هندوانو یوه ډله له کابل څخه ووتله او ډیلي ته ورسېده.

د «انډین اېکسپرس ورځپاڼې» لیکلي، چې دم ګړۍ په افغانستان کې یوازې ۴۳ هندوان او سیکهان پاتې دي.

لکبیر سینګ یو د هېواد له هغو اوسېدونکو دی، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په کابل ښار کې هټۍ لري او یوناني درمل په کې پلوري. هغه وايي، نه غواړي هېواد پرېږدي او بهر ته لاړ شي، خو د خپل کار او بار خرابېدو په اړه اندېښمن دی.

اهل هنود لکبیر سینګ وايي:«کله چې اهل هنود وي نو وايي، هندو یا کچالو یا ولي ناستې يې؟ دا د افغانستان نه دی. دغه اسلامي دی وروره اسلام باندې موږ خوشحاله یوو، موږ څلور پشته په دې ځای کې تېر کړي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی دریاخان بهیر هم څرګندوي:«زموږ د هندو هېوادوالو وتل له افغانستانه د دې ترڅنګ چې په اجتماعي اړه بد تصویر نړۍ ته ښيي، له اقتصادي لحاظه هم ستونزې یا منفي اغېز د افغانستان په اقتصاد لري.»

د هند ده انډین اکسپرس ورځپانې راپور ورکړی، چې د افغانستان یوې ۵۵ کسیزې ډلې هندوانو او سیکهانو د یکشنبې په ورځ افغانستان پرېښود او نوي ډيلي ته رسېدلي دي.

بل لور ته اسلامي امارت وايي، چې دوی په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو ټولو حقونو ته درناوی لري او هغوی باید له افغانستانه ونه وځي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د سیکانو او اهل هنودو ژوند د هغوی حقوق د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې خوندي او محفوظ دي دا چې که څوک په قانوني لارو باندې کوم هېواد ته لاړ شي او یا بېرته راشي دا یو عادي جریان دی. نو ستونزه نه لري.»

تر دې وړاندې هم د هندوانو او سیکانو یوه ۶۰ کسیزه ډله له افغانستان څخه هند ته تللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه