Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د راتلونکي لپاره د امریکا او پاکستان ګډې موخې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو د ۷۵یمې کلیزې د لمانځلو ناستې په څنډه کې وایي واشنګټن او اسلام اباد د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډې موخې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل:«زموږ موخه د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان او د دغه هېواد او سیمې د ټولو هېوادونو لپاره د ښه راتلونکي رامنځته کېدل دي او تر پایه به د دې مسلې او همداراز د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.»

له دې سره په یو وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ویلي چې سولې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي:«د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې پاکستان به له افغانانو سره سولې او پرمختګ ته د رسېدو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول مهم بولي.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:«دا چې بلاول بوټو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د نړۍ له نورو مشرانو سره د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي او ځان ته استازی وايي دوه لاملونه لري یو دا چې امریکا د افغانستان قضیه پاکستان ته سپارلې، او دویمه دا دواړه لوري لوبه کوي یوځل وايي چې د افغانستان ستونزې دې حل شي له افغانستان سره دې مرسته وشي او بل ځل په افغانستان تور پورې کوي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم هم وویل:«د پاکستان مشران د افغانستان په هکله مسلکي عمل کوي او دا کړنه یې د دې لامل شوی چې د افغانستان په برخه کې نړۍ ته یوه کلۍ وي.»

څه د پاسه یو کال کېږي چې د افغانستان اوسنی حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. د کارپوهانو په باور دغې ستونزې د افغانستان پر اقتصادی سیوری غوړولی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه