د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري ناسته کې وايي، چې په هېواد کې د جنایي پېښو شمېر کم شوی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګندوي چې په وروستۍ میاشت کې هېواد کې له ۱۱۰۰ ډېرې جنايي پېښې رامنځته شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور زیاتوي:«د تېر پرتله د جنايي پېښو کچه د پام وړ کمه شوې ده، زموږ هڅې او د پوځي ځواکونو هڅې روان دي چې دغه کچه نوره هم کمه کړو.»
د کورنیو چارو وزارت همداراز زیاتوي، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۵۰ زره هکتاره ځمکه چې کوکنار پرې کرل شوي وو ترې پاکه کړې ده.
ښاغلي ټکور وویل:«له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په تېرو اوو میاشتو کې په ۳۲ ولایتونو کې ۲۹۳ عملیات کړي چې د دغو عملیاتو په لړ کې څه باندې ۴۲۰ ټنه نشه يي توکي لکه، هیروین، تریاک، چرس، شیشه، الکولکي څښاک، تابلېت او کشمش کشف او ضبط شوي دي.»
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، جنايي جرمونه د پخوا پرتله کم شوي، خو اوس هم د غلو له وېرې د شپې له خپل کوره وتلی نه شي.
د کابل ښار اوسېدونکی جمیل وايي:«غله خو شته، څنګه نشته؟ د تېر پرتله کم شوي داسې نه ده چې له منځه تللي وي کم شوي، لږ موبایلونه پټوي او چور کوي یې.»
د کابل بل ښار اوسېدونکی محمد امین هم په دې هکله څرګندوي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې یونېفورم ووېشي چې معلوم شي څوک امارتي دی او څوک وسله وال غل.»
د چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د جنايي جرمونو زیاتوالی بې وزلي او ناچارۍ پورې اړه لري. د دوی په خبره، د بې وزلۍ په کمېدو سره به جنايي پېښې هم کمې شي.
په دې اړه مو اندونه