Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د پنبې د حاصلاتو له کموالي د بزګرو شکایت

بلخ کې یو شمېر کروندګر د پنبې د حاصلاتو له کموالي شکایت کوي. او زیاتوي چې سږکال په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات د وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله کم شوي دي.

دا کروندګر وایي، که سرپرست حکومت یې ملاتړ ونه کړي، اړ دي چې د پنبې پر ځای د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

کروندګر محمد الله وايي:«هر کال یې ۵ بخار پخته یا هم ۴ بخار پته یې کوله خو سږکال حتا ۸ منه پنبه هم نه کوي.»

میر حمزه یو له هغو کروندګرو دی چې په خپله لس جریبه ځمکه کې یې پنبې کرلې ده، خو طبیعي لفتونو نوموړي ته سل زره افغانۍ زیان اړولی دی.

نوموړی زیاتوي:«په یوه جریب کې موږ ۳۰ زره ۲۰ زره لګښت کړی دی. کوډ یې ، تېل یې او د قلبې لګښت یې هم، خو موږ د خپل لګښت پیسې هم نه شو پوره کولای لس زره افغانۍ هم نه ترلاسه کېږي.»

په همدې حال د کرنیزو توکو یو شمېر کارپوهان د اوبو کمښت او د حکومت له لوري د کروندګرو نه ملاتړ د پنبې حاصلاتو د کمښت اصلي لاملونه بولي.
 
د کرنیزو توکو کارپوه محمد حسین څرګندوي:«نباتي ناروغۍ، حشرې، سپږۍ دي کله چې د بوټو د ودې وخت وي په پاخه نبات باندې برید کوي.»

 د بلخ د کرنې او مالدارۍ رییس شمس الدین خالد طلوع نیوز ته وايي:«په خلکو په عامیانه اصطلاح تفات وهلي او ګل یې لوېدلی دی او بل لامل یې د اوبو کمښت هم دی همدا دوه علتونه دي.»

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵ زره جریبه ځمکه کې پنبه کرل شوې، خو له دې سره سره یې حاصلات د نورو کلونو په پرتله کم دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه