Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران کې د لاریونونو په ملاتړ د ایران سفارت مخ ته د افغان ښځو لاریون

یو شمېر ښځو په کابل ښار کې د ایران سفارت مخې ته د ایرانۍ ښځو په ملاتړ لاریون وکړ.

دغو لاريون کوونکو په افغانستان کې هم د ښځو د حقونو پر درناوي ټينګار وکړ.

لاریون کوونکې شکریه وايي: «موږ د ایران مهسا په اړه هم خپل غږ پورته کوو، ځکه ډېرو د مهسا په څېر افغانستان کې قرباني ورکړې ده.»

بل خوا اسلامی امارت وايي، په هېواد کې د میرمنو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي او مراعت کېږي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې په ټولنه کې د ټولو خلکو او ټولو حقوقو ته ژمن دی. هغه که ښځه وي، ماشوم وي، لویان وي او که په هره کچه کې وي.»

د مهسا امیني مړېنې په ایران او له دې هېواد څخه بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي، چې په دې تړاو د لاریونونو لړۍ اوسمهال کابل ته هم رسېدلی ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه