Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو شتمنۍ د کارولو څرنګوالي په اړه تازه جزییات

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې د افغانستان د درې نیم مېلیارډ ډالره شتمنیو د کارولو په اړه جزییات ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې دغه شتمنۍ به په بانکي برخه کې لپاره وکارول شي.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «د افغانستان د شتمنیو یوه برخه به د مهمو اړتیاوو د برابرولو لکه؛ د برېښنا پیسې او د افغانستان بانک ضروري خدمات لکه د سوېفټ خدماتو په برخو کې ولګول شي.»

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت یو مسوول پر دې باور دی چې په بیلابیلو برخو کې د دغو پیسو لګول د افغانستان د اقتصادي بحران د حل په برخه کې اغیزناک نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي:«د افغانستان اسلامي امارت رسمي دریځ همدا دی چې هېڅ ارګان او نجونو ته اجازه نه‌ ورکوي چې د افغانستان ۳٫۵ مېلیارډ ډالر چې ټاکل شوې ازاد شي، په افغانستان کې ولګول شي؛ ځکه په اساسي او بنسټیز ډول دا پیسې د مصرف لپاره نه‌دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، پر بشري مرستو او د پورونو د پرې کولو په برخو کې د افغانستان د شتمنیو لګول د هېواد په تاوان دي.

د اقتصادي چارو کارپوه منصور هدایت وايي: «په هره کچه چې د پیسو د څرخېدو چټکتیا په اقتصاد کې ډېره وي، په همغه کچه کولای شي ارزښت یې جوړ کړي او کولای شي اقتصادي فعالیتونه ډېر او په خوښت یې راولي؛ نو دې ته په کتو، د پیسو نه‌شتوالی د هېواد په اقتصادي څرخه کې کموالی راشي.»

د پوهنتون استاد سیدا جان احمدزی وايي: «زما په نظر د دې تاثیرات ټول منفي دي، ځکه خارجي اثار چې موږ لرو د پیسو یا مالي سېسټم د پشتوانې لپاره دي، دا د دې لپاره نه‌دي چې د غربت لپاره وکارول شي.»

د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي. له دې منخه ۷ میلیارده ډالره یې په آمریکايي بانکونو کې کنګل شوي او اوس اوس آمریکا د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره په سویس کې د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه