Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ښوونیز مرکز برید؛ پلازمېنه کې کورنۍ د امنیت ټینګښت غواړي

د کاج ښوونیز مرکز د ننني برید د قربانیانو کورنۍ او د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د خلکو امنیت په جدي توګه ټینګ کړي.

دوی له مسوولینو غواړي چې د دغه ډول پېښو عاملان باید محاکمه شي.

یوویشت کلنه فاطمه د جمعې ورځې په کاج ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي برید قرباني ده. د هغې پلار وایي، د خپلې لور مړی یې له علي جناح له روغتونه ترلاسه کړی او د یوویشت کلنې لور په وژل کېدو سره یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي.

د فاطمې پلار عبدل وايي: «لاړو جنازې مو لټولې، هر ځای مو ولټوه، پیدا مو نه‌کړه، بالاخره یې راته وویل چې دویم منزل کې هم څو ټپیان شته، هلته چې لاړو، هلته مو پیدا کړه.»

د فاطمې د تره لور مرضیه وايي: «په لومړي ځل چې مې خبر واورېد، هېڅ مې باور نه راته، پلار مې، تره مې، د تره ښځه مې ټول لاړل، وروسته یې راته زنګ راووهه فاطمه یې روغتون ته وړې.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت نه غواړي چې د ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکې تقي وايي: «موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې د دې ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو امنیت ټینګ کړي؛ څو اولاد مو په ارامۍ سره لاړ شي، درس ولولي.»

د کابل اوسېدونکې فاطمه وايي: «موږ زده‌کوونکي یوو، باید لومړی زموږ امنیت ټینګ کړي، ځکه چې موږ د هېواد راتلونکی جوړوو، نور څوک نه‌دي.»

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي، د اسلامي امارت ځواکونه شپه او ورځ د هېوادوالو د ښه امنیت د تامین لپاره کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «پر ملکي اهدافو د دښمن برید چې د دوی قساوت او وحشت څرګندوي، په کلکو ټکو غندو. همداراز د تعلیمي مرکزونو له مسوولینو څخه هیله کوو چې دوی د ځانګړو پروګرامونو په وخت کې امنیتي حوزې په جریان کې کړي.»

د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ په یوې چاودنه کې چې د وزیر محمد اکبر خان د جومات مخې ته وشوه اووه تنه ووژل شول او تر څلوېښتو ډېر ټپیان شوي شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه