Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل د ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت له پای‌ته رسېدو  نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د منزوي کېدو له تګلارې کار وانخلي او د سفرونو معافیت موده وغځوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده، اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی.»

بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي،چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «په‌دې اړه په امنیت شورا کې د پخوا پرتله د لیدلورو اجماع نه‌شته او اروپايي هېوادونه چې په یو صورت دا سفرونه ومني، دا دی چې د کابل له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یوه ټاکلې نېټه ورکړل شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: «زه فکر کوم چې په دې برخه کې ښايي یو داسې فیصله وشي چې د دوی ځینو غړو ته تر قطره پورې اجازه ورکړي چې قطر ته ولاړ شي او بېرته راشي، خو نورو ځایونو ته زه فکر نه کوم چې اجازه ورکړل شي.»

تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماټيکو سرچینو ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د سرپرست حکومت د دیارلسو چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه‌دی غځول شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه