Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بامیان او هرات ولایتونو کې د نجونو محصلینو لاریونونه

هرات او بامیانو کې سلګونو ښځینه محصلینو په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

د دغو لاریونونو پر مهال یو شمېر محصلین په هېواد کې د امنیت د ټینګښت، نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړو د زمینو برابرولو غوښتونکي شول، خو په هرات کې د نجونو محصلینو لاریون د امنیتي ځواکونو په هوایي ‌‌ډزو سره وپاشل شو.

زده‌کړیاله فریبا صمیم وايي: «دا لاریون په سر کې ډېر ستر و، ډېرې نجونې راوتلې وي او شعار یې ورکاوه چې خاموشي خیانت دی او زده‌کړې زموږ حق دی.»

زده‌کړیاله نګینه احمدي وايي: «له حکومت زموږ غوښتنه دا وه چې ښځې باید خپلو بنسټیزو حقونو د کار حق، سیاسي مشارکت او د زده‌کړو حق دی، ته ورسېږي.»

بل خوا په بامیانو کې هم لسګونو ښځینه محصلینو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

زده‌کړیاله زهرا حسیني وايي: «له دې لاریون زموږ موخه دا وه چې ټولنې نړۍ ته وښایو چې موږ نجونو د زده‌کړو حق لرو.»

زده‌کړیاله نرګس نوري وايي: «له دولت او نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې موږ پر کاج ښوونیز مرکز برید په سختو ټکو غندو.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، لاریون د هر چا مدني حق دی او باید هغوی ته اجازه ورکړل شي چې خپل غږ اوچت کړي.

د ښځو د حقونو فعاله رویا شریفي وايي: «ښځې د زده‌کړو او د ازادۍ حق لپاره لاریون کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم لسګونه ښځو پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون کړی و.

د رسمي شمېرو له مخې، کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه