Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډاکټرانو له شفري نسخو د هېوادوالو شکایت

یو شمېر کابل ښاریان او درمل پلورونکي د شفري نسخو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي، ډاکټران باید د خپلو ناروغانو لپاره داسې نسخي ولیکي چې د لوستلو وړ وي.

یو درمل پلورونکی وایي چې هره ورځ تر شلو رمزي نسخو سره مخ کېږي.

درمل پلورونکی عبدالعظیم وايي: «هره ورځ له شلو ډېرو داسې نسخو سره مخامخ کېږو چې د ډاکټر صاحبانو له لوري لیکل شوې وې او هېڅ نه لوستل کېږي، دا زموږ او د ناروغانو د سرګردانۍ سبب کېږي.»

درمل پلورونکی احمد وايي: «دا د ډاکټر صاحبانو له لوري وي چې له درملتونو سره اړیکه لري او خپله ورسره فیصدي کې شریک وي او یا یې درملتون خپل وي او ځانګړې فیصدي ترې اخلي.»

اخوا، کابل ښاریان بیا له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په دې برخه کې جدي پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالرحیم وايي: «خپله ډاکټران باید د ایمان او وجدان له مخې دا کار بند کړي او له عامې روغتیا وزارت او اسلامي امارته دا غوښتنه لرو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

د کابل اوسېدونکی امید وايي: «دا د ټولنې خلاف کار دی چې یو خط ناسم لیکي، له ځان پرته پرې بل څوک نه پوهېږي.»

د عامې روغتیا وزارت وایي چې دغو ستونزو ته د رسېدنې لپاره څارونکې ډلې ګمارل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د عامې روغتیا وزارت له لوري ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د پرېکړې پر بنسټ باید څارنه وشي، څو د خلکو ستونزې حل او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.»

ددغه وزارت په وینا تازه یې یوه تګلاره په پام کې نیولې ترڅو دا ستونزې له منځه یوسي او له هغو کسانو سره چې ستونزې رامنځته کوي د قانون پر بنسټ به ورسره چلند وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه