Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان لوی درستیز خبرې

ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دفاع وزیر سره کتلي دي.

د دغو رسنیو د راپور پربنسټ، دواړو لورو له نورو مسایلو سربېره د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼې لیکلي:«دواړو لوریو د نړۍوالو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او همداراز په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پراختیا په تړاو نږدې لیدلوري درلودل.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«واشنګټن ته د باجوه سفر د افغانستان لپاره ډېر مهم دی د دې لپاره، دا د دې ښودنه کوي چې امریکا او پاکستان د افغانستان په مایلو کې د یو بل تر څنګ کار کوي او د امریکا، پاکستان او افغانستان په مثلث کې د افغانستان په خپله غږ کمزوری شوی دی.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سیدجواد سجادي هم څرګندوي:«که چېرې د افغانستان ګاونډیان جوړونکی رول ولوبوي له شک پرته چې په افغانستان کې به سوله او ټیکاو رامنځته شي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د هېواد د عدلیې وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ټوماس نیکلاسن په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د عدلیې وزارت سرپرست بیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت بللی دی.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:«اسلامي امارت باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي چې د امن الظواهري په څېر خلکو ته اجازه ورنه کړي او داسې لار دې ولټوي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو او خلکو باور ترلاسه کړي.» 

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له اسوشېټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي وو چې، له اسلامي امارت سره نېغ په نیغه کار وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي ستونزو د حل په برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له اسوشېټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي وو چې، له اسلامي امارت سره نېغ په نیغه کار وکړي.

Thumbnail

ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دفاع وزیر سره کتلي دي.

د دغو رسنیو د راپور پربنسټ، دواړو لورو له نورو مسایلو سربېره د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼې لیکلي:«دواړو لوریو د نړۍوالو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او همداراز په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پراختیا په تړاو نږدې لیدلوري درلودل.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«واشنګټن ته د باجوه سفر د افغانستان لپاره ډېر مهم دی د دې لپاره، دا د دې ښودنه کوي چې امریکا او پاکستان د افغانستان په مایلو کې د یو بل تر څنګ کار کوي او د امریکا، پاکستان او افغانستان په مثلث کې د افغانستان په خپله غږ کمزوری شوی دی.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سیدجواد سجادي هم څرګندوي:«که چېرې د افغانستان ګاونډیان جوړونکی رول ولوبوي له شک پرته چې په افغانستان کې به سوله او ټیکاو رامنځته شي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د هېواد د عدلیې وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ټوماس نیکلاسن په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د عدلیې وزارت سرپرست بیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت بللی دی.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:«اسلامي امارت باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي چې د امن الظواهري په څېر خلکو ته اجازه ورنه کړي او داسې لار دې ولټوي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو او خلکو باور ترلاسه کړي.» 

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له اسوشېټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي وو چې، له اسلامي امارت سره نېغ په نیغه کار وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي ستونزو د حل په برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه