د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په یوې خبري غونډه کې ویلي، د امریکا او اسلامي امارت تر منځ خبرې روانې دي او تر اوسه امریکا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د لګولو په تړاو څه پرېکړه نهده کړې.
دغه امریکايۍ چارواکې زیاتوي، کار ته د ښځو راستنېدل، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لیسو بیا پرانیستل او د یو ټولګډونه حکومت رامنځته کول د دغو خبرو برخه ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کاني ویگناراجا وايي: «تر اوسه د امریکا دولت او بهرنیو چارو وزارت یې په دې اړه چې دغه کنګل شوې پیسې چېرې مصرف شي پرېکړه نهده کړې. دولت له نورو نړۍوالو شریکانو سره د یوه مشورتي بورډ د جوړولو په هڅه کې دی، څو په تړاو یې پرېکړه وکړي. فکر کوم چې دغه مساله د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو یوه برخه ده چې کارونو ته د ښځو ستنېدل، د ښوونځیو پرانېستل او د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل هم پکې راځي.»
د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې د نجونو د پاتې ښوونځيو خلاصون د امریکا او اسلامي امارت تر منځ په خبرو کې د پرمختګ لپاره مهم فکټور دی.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «د افغانستان له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل له نړیوالې ټولنې سره د پرمختګ لپاره یو بنسټ دی او په حکومت کې سمونونه موږ ته د شتمنیو اختیار راکوي او بېلابېل بنسټونه او درېم ګړي هېوادونه بیا نهشي کولای چې زموږ پر ځای د افغانستان د اقتصاد راتلونکې په اړه پرېکړې وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي: «یوه رښتینې اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت باید په ټولو قومونو باندې قدرت په برابر ډول ووېشي او هېڅ قوم احساس نهکړي چې زه په قدرت کې لږه ونډه لرم.»
اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د خبرو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې یې دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.
له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له دولت وزیرې سره کتلي او د افغانستان په تړاو یې هم خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، پهدې کتنه کې دواړو لورو پر سولهییز او هوسا افغانستان ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه