Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د "کاج" ښوونیز مرکز د شهیدانو یاد غونډه

نن جمعه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز د شهیدانو د یاد په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې یو شمېر ښوونکو له ټولو زده کوونکو وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
د پرتو په نوم د یو کتاب‌تون مسوول عبدالحسین وایي: «د نن غونډه د شهیدانو په یاد او زده‌کړو ته د پاتې زده‌کوونکو د رابللو لپاره ده چې د دښمن دغسې بریدونو ته تسلیم نه‌شي.»
یو ښوونکی اسلم موعودي وایي: «د اسلامي نظریې له مخې د هر ملت، هرې نظریې او د هر مکتب د بریا بنسټیز راز پوهه ده.»
بل لور ته يو شمېر زده‌کوونکي وايي، پر کاج ښوونیز مرکز بريد به د دوى د زده‌کړو د دوام مخه و نه نيسي او له حکومت غوښتنه کوي چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت دې ټینګ کړي. 
زده‌کوونکې سودابه وایي: «د کاج ښوونیز مرکز پاتې زده‌کوونکي خپلو درسونو ته ادامه ورکوو او بیا راپورته کېږو.»
د دې مرکز یو بل زده‌کوونکی رضا وایي: «اسلامي امارت دې زموږ، کورسونو، ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو امنیت ټینګ کړي، څو په ټولنه کې د خدمت مصدر وګرځو.»
تېره جمعه د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په‌دې برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ ټپیان شوي دي.

شماری از آموزگاران در این نشست که به همکاری کتاب‌خانه پرتو برگزار شد، از تمامی دانش‌آموزان می‌خواهند که به آموزش شان ادامه دهند.

تصویر بندانگشتی

نن جمعه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز د شهیدانو د یاد په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې یو شمېر ښوونکو له ټولو زده کوونکو وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
د پرتو په نوم د یو کتاب‌تون مسوول عبدالحسین وایي: «د نن غونډه د شهیدانو په یاد او زده‌کړو ته د پاتې زده‌کوونکو د رابللو لپاره ده چې د دښمن دغسې بریدونو ته تسلیم نه‌شي.»
یو ښوونکی اسلم موعودي وایي: «د اسلامي نظریې له مخې د هر ملت، هرې نظریې او د هر مکتب د بریا بنسټیز راز پوهه ده.»
بل لور ته يو شمېر زده‌کوونکي وايي، پر کاج ښوونیز مرکز بريد به د دوى د زده‌کړو د دوام مخه و نه نيسي او له حکومت غوښتنه کوي چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت دې ټینګ کړي. 
زده‌کوونکې سودابه وایي: «د کاج ښوونیز مرکز پاتې زده‌کوونکي خپلو درسونو ته ادامه ورکوو او بیا راپورته کېږو.»
د دې مرکز یو بل زده‌کوونکی رضا وایي: «اسلامي امارت دې زموږ، کورسونو، ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو امنیت ټینګ کړي، څو په ټولنه کې د خدمت مصدر وګرځو.»
تېره جمعه د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په‌دې برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه