Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګر ملتونو سازمان د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان نه انتخابېدل

افغانستان د سه شنبې ورځې په ټاکنو کې د ملګروملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د بشري حقونو شورا د غړیتوب په ترلاسه کولو بریالی نه شو.

افغانستان په دغو ټاکنو کې د آسیا پاسفیک حوزې له پينځو هېوادونو سره سیالي وکړه خو د رای ګیرۍ په پایله کې د افغانستان سیالان، بنګلادېش، مالدیف، ویتنام او قرغزستان وتوانېدل چې د درېیو کلونو لپاره د بشري حقونو شورا چوکۍ ترلاسه کړي.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې رییس چابه کاراشي وايي:«د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څوارلس هېوادونه د بشري حقونو شورا د غړو په توګه وټاکل شول، چې د الجزایر، بنګلادش، بلجیم، چلي، کاستاریکا، ګرجستان، جرمني، قرغزستان، مالدیف، مراکش، رومانیا، سوېلي افریقا، سودان او ویتنام هېوادونه دي.»

له بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان نه ټاکل کېدل غیرمنصفانه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«دا منصفانه نه ده د افغانستان څوکۍ یې اسلامي امارت ته ورنه کړه. او زموږ په نشتون کې پرېکړه کوي باید په دې اړه غور وشي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د سرپرست حکومت د رسمي استازي نه حضور په دې شورا کې د افغانستان د نه ټاکل کېدو یو لامل دی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي څرګندوي:«په دغې شورا کې هغه هېوادونه چې شامل دي نه شي کولای پر یو بل نیوکه وکړي او د ملګرو متلونوسازمان غواړي چې د بشري حقونو وضعیت د ریچارډ بنټ په واسطه وڅېړي، نو پر دې بنسټ یې افغانستان انتخاب نه کړ.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:«لازمه وه چې د نړۍ هېوادونو په دغې شورا کې د افغانستان د غړیتوب په پار رایه ورکړې وه چې له اسلامي امارت سره د نړۍ سیاسي تعامل او خبرو اترو ته زمینه برابره شوې وای.»

له دې مخکې افغانستان له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د دې شورا غړیتوب درلود. اوس د افغانستان ترڅنګ، ونیزویلا او سوېلي کوریا د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا غړیتوب نه لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه