Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو قانون پر تصویب د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رييس د ټولیزو رسنيو قانون يوه جدي اړتيا بولي او وايي، دا قانون بايد ژر تر ژره تصويب شي.

عبدالحق حماد زیاتوي د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د ترلاسه کولو د کمېسیون په وروستۍ غونډه کې وویل، د یو شمېر رسنیو سرغړونې په ګوته شوي او بنسټګرو ته يې سپارښتنه شوې ده.

ښاعلی حماد وايي: «موږ اوس په رسنیز ډګر کې د قانون له خلا سره مخ یوو، اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت قانون تعدیل کړی په معمولي تعدیل بیا مو مشرتابه ته لېږلی دی. په پرونۍ غونډه کې په‌دې ټینګار وشو چې دغه قانون عاجله اړتیا ده؛ نو هیله ده چې مشرتابه د دې قانون تصویب ته لومړیتوب ورکړي.»

بل خوا د خبریالانو فدراسیون او د رسنیو بنسټونه د عامه رسنیو قانون وروستۍ کېدل مهم بولي.

د افغانستان د ژورنالېسټانو د ملي ټولنې د رسنیو برخې مسوول مسرور لطفي وايي: «د رسنیو د ملاتړ لپاره د قانون په اړه اقدامات او هر ډول ستونزې چې رسنیو او خبریالانو درلودلې له دې لارې حل کېږي، موږ يې ملاتړ کوو. بیا هم وایم، چې زموږ غوښتنه دا ده، ترڅو د رسنیو ملاتړ لپاره اقدامات حقوقي او قانوني برخه کې لا ډېر کړي.»

له دې سره سم یو شمېر خبریال هم د عامه رسنیو د قانون د ژر تر ژره نهايي کېدو غوښتنه کوي.

خبریال عبدالرقیب ساحل وايي: «افغانستان کې د رسنیو لپاره د ټولیزو رسنیو قانون جدي اړتیا ده.هر څومره چې ژر تصویب شي هغومره به د خبریالانو، رسنیو او بیان آزادۍ برخه کې اوسني محدودیتونه او ورځې تر بلې چې ستونزې را ولاړېږي دا به حل او فصل شي.»

خبریال عبدالرحیم  عاصم وايي: «د دغه قانون په چوکاټ کې د خبریالانو حقوق خوندي کېږي دا یو ډېر مهم قانون دی چې باید مخکې تصویب شوی وی د اسلامي امارت له خوا نه، نو موږ يې هرکلی کو.»

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې څېړنې ښيي چې په تېر یوه کال کې په لسګونه رسنۍ تړل شوي او په سلګونو خبریالان بې کاره شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه