Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د هېواد په څه باندې شلو ولايتونو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو او تمه ده چې د دې کمپاین پر مهال شاوخوا شپږ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د ماشومانو د پولیو مثبتې پېښې کمې شوي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پوري په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «دا کمپاین یو فرعي کمپاین دی چې په بېلابېلو ولایتونو کې به تر سره کېږي، څلور ورځې به ادامه لري. په‌دغه کمپاین کې موږ د شپږم مېلیونو په اندازه له پنځه کلونو څخه کم‌عمره ماشومانو د واکسین کولو پلان لرو.»

دیني عالم مولوي محمد صابر صدیقي وايي: «په دین کې ټینګار شوی چې واکسین ستاسو د اولادونو د ژغورنې لپاره دی او د خدای ته موږ مسوولیت او رسالت لرو چې دا عمل وکړو.»

بل خوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د پولیو واکسین له پیل کېدو هرکلی کوي.

د کابل اوسېدونکی شفیق الله روغمل وايي: «د دیني عالمانو له‌خوا نه په مکتوبونو او مدارسو کې دا تبلیغ وشي چې واکسین ګټه لري، نه تاوان او دا د ماشوم د ژغورنې لپاره ګټور شی دی.»

د کابل اوسېدونکی محمد شریف وايي: «باید هر څوک متوجه اوسي چې خپل ماشوم د واکسین لپاره یوسي، ځکه چې روغتیا یې ورته سموي او زیان ورته نه‌لري.»

له دي سره سم، د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه