Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې پر سولې او ارامښت د ایراني او پاکستاني چارواکو ټینګار

د ایران د بهرنیو چاو وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان لپاره د پاکستان خانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې د افغانستان د اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر لیکلي دي، چې تهران او اسلام آباد به په افغانستان کې د سولې او آرامۍ  لپاره هڅې وکړي.
                        
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي:«د ایران اسلامي جمهوريت به په افغانستان کې د سولې او آرامۍ او دغه راز د افغانانو د سوکالۍ لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو ګټه واخلي.»
      
بل خوا د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله داسې وايي:«پاکستان او ایران د ۴۳ کلونو په لړ کې ډېر مهم او بنسټيز رول لرلی دی. هیله لرو چې دغه رول یې په یوه جوړونکي رول بدل شي او داسې رول چې هغوی وکړای شي د سولې لپاره یو رول اجرا کړي.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي پر خپل ټوېټر لیکلي دي،چې د پاکستان له ځانګړي استازي سره یې  د افغانستان په تړاو کتنه کې د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو، په ملي او سیمه ییزه کچه د ثبات او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
                       
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي څرګنده کړه:«موږ به د ګاونډيو او اغېزناکو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د ثبات د رامنځه کېدو، د خلکو د ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو او تعاملاتو ته دوام ورکړو»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې د امنیت له پلوه هېڅ اندېښنه نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«موږ د ځان په هکله اندېښنه لر او همدارنګه زموږ پالیسي او دریځ دا دی چې له هېڅ لوري سره د شخړې غوښتونکي نه یوو، له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو او همدارنګه ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه وي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي،چې د ایران او پاکستان همکارۍ له افغانانو سره پر مرستې سربېره، په سیمه کې د افغانستان د وضعیت ناوړه اغېزې کمولای شي.

تر دې وړاندې د سیکا په غونډه کې د روسیې ولسمشر ویلي وو،چې په افغانستان کې د وضعیت د عادي کولو لپاره باید په ګډه کار وشي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه