Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا ځانګړې غونډې ګډنوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت وڅېړه

یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په «ښځې، سوله او امنیت» غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیره وايي، د افغان مېرمنو او اسلامي امارت تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅې روانې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرېنفیلډ وايي: «موږ کار کوو څو دغو د نه منلو پالیسو ته ځواب ورکړو او د ښځو غږ پورته کړو. موږ د آمریکا او افغانستان تر منځ مشورتي میکانیزم جوړ کړی دی. دغه میکانیزم د ښځو او مدني فعالینو په ګډون د ټولو قشرونو غږونه رانغاړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیه محمدي وايي: «ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره په تعامل کې دي؛ څو له بشري حقونو او همداراز جنسیت ته له پام پرته له ټولو افغانانو ملاتړ وشي.»

په‌دې غونډه کې د چین د استازي مرستیال وویل، په افغانستان کې د سولې او بیارغونې په بهیر کې ښځې یو مهم ځواک دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال گِنگ شوانگ وايي: «چین هیله مند دی چې، افغان ښځې خپل اساسي حقوق تر لاسه کړي او همداراز په اقتصاډي او ټولنیزو برخو کې ونډه ولري. او دوی د خپل هېواد د سولې او بیارغونې په بهیر کې مهم ځواک شي.»

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي مرستیال راویندرا وايي: «موږ غواړو چې، ښځې او لږکي د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري او حقونه یې په بشپړه توګه رعایت شي.»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې استازې وویل، پر داسې یوې طرحې کار روان دی چې، لمخې به یې له طالبانو سره د ښځو د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

په ملګرو ملتونو کې د ناورې سفیره مونا جول وايي: «افغان ښځو له نړۍوالو د یوې داسې طرحې غوښتنه کړې چې، مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کیني. موږ هم په همدې لټه کې یو چې، دغه زمینه ورته برابره کړو.»

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اورین وايي: «د افغانستان په اوسني وخت کې د دا ډول ناستو تر سره کېدل او د افغان ښځو له حقونو ملاتړ کول، هیله بښوونکی زیری دی. دغه ناسته دا څرګندوي چې نړۍ افغانستان نه‌دی هېر کړی، خو تر څو د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اعلان شوې ژمنې عملي نه‌شي، موږ په افغانستان کې د ښه‌والي شاهدان نه شو کېدلای.»

له بل لوري کابل وايي، تر بل هر وخته اوس په افغانستان کې بشري حقونه په بشپړه توګه رعایت شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د افغانانو ژوند ته کوم ګواښ نه‌دی متوجه نه‌دي او حقونه یې خوندي دي. د دوی د حقونو د تامین او خلکو د خدمت لپاره په ولایتونو او ولسوالیو کې زرګونه محکمې فعالې شوې دي. که له هر حق څخه شکایت لري، محکمې ته دې لاړ شي یې ورکول کېږي.»

یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو هم په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او په ځانګړې توګه له زده کړو د محرومېدو په اړه نیوکې کړي؛ خو لا تر اوسه د نجونو د پاتې ښوونځيو د خلاصون په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه