Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

احدي طلوع‌نیوز ته: د افغانستان شتمنۍ کنګلول سیاسي موضوع ده

د افغانستان د وجهي صندوق د بورډ یو غړی وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل یوه سیاسي موضوع ګرځېدلې ده.

انورالحق احدي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي، په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق له جوړېدو د یوې میاشتې په تېریدو سره، د هېواد ۳٫۵ مېلیارډ ډالره شتمنۍ د امریکا له مالیې وزارت څخه یاد صندوق ته نه‌دي لېږدول شوي.

د افغانستان اماني صندوق بورډ غړی انوارالحق احدي وايي: «د دې پیسو کنګلو سیاسي وو او دا چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي، طبعاً دا برخه سیاسي ده. که خدای وکړل دا سیاسي ستونز حل شي، د دې صندوق شتون ته هېڅ اړتیا نه‌شته او ژر تر ژره دا صندوق له منځه ځي او دا پیسې د افغانستان مرکزي بانک ته لېږول کېږي.»

ښاغلی احدي چې د اماني صندوق له څاروونکو دی، ډاډ څرګندوي چې د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالرو شتمنیو له بېځایه لګښت به مخنیوی وشي.

د افغانستان اماني صندوق بورډ غړی زیاتوي: «د پیسو مصرف د رایو په اتفاق پر بنسټ دی، که یو نفر مخالفت وکړي، پیسې نه مصرفېږي. زه خپله ډاډ ورکولای شم، هغه مصرف چې د توجیې وړ نه‌وي، په هغه صورت کې ورسره زه نه موافق کېږم او هغه وخت نه مصرفېږي.»

د مالي او بانکوالۍ مسایلو کارپوه سیر قریشي وايي: «د نړیوالې تصفیې بانک ته د افغانستان له شتمنیو د ۳٫۵ مېلیونه امریکايي ډالرو انتقال کولای شي افغانستان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت او په رقابتي ډول د صادراتو ساتنې سره مرسته وکړي.»

دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره د مرکې پر مهال د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو نیوکه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «له کوم دلیل پرته د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره د خوندي ساتنې لپاره او یا چې هغو وخت یې کوم دلیل درلوده، د امریکا یو بانک ته لېږدول شوي او هلته د امانت په ډول ایښودل شوي وو. کله چې بدلونونه راغلل، امریکا دا پیسې کنګل کړې او اوس هم اجازه نه‌ ورکوي چې دا پیسې مصرف شي، که څه هم دا پیسې د افغانۍ پشتوانه ده او په ورځینو مسایلو کې نه کارول کېږي، خو دا افغانانو پانګه ده او کنګل کړې یې ده او پر بانکونو یې هم بندیزونه لګولي دي.»

یوه میاشت وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شتمنیو د ساتنې په موخه، سویس کې اماني صندوق جوړ کړ.

د مخکېني حکومت د مالیې وزیر انوارالحق احدي، د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي، سویس کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د دغه صندوق غړيتوب لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه