Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وېسټ: د افغانیو نوي بانک نوټونه به افغانستان ته داخل شي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماسټ وېسټ، په یوې مجازي غونډه کې ویلي دي چې د افغانیو نوي بانک نوټونه به افغانستان ته داخل شي.

ښاغلي وېسټ په دغې غونډه کې چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله جوړه شوې وه، د دې په هکله چې د افغانستان نوي بانک نوټونه به کله افغانستان ته داخلېږي، جزیات ورنه کړل. 

ټوماسټ وېسټ زیاته کړه:«په کره توګه نه شم ویلای چې کله به دغه بانک نوټونه افغانستان ته ورسېږي، خو له دغه کاره به ملاتړ وکړو. په دې هکله ځينې پایلې ترلاسه شوې دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دغې غونډه کې زیاته کړه چې پتیېل شوې ده د افغانستان د پیسو صندوق د غړو لومړنۍ غونډه په راتلوونکې میاشت کې جوړه شي.

د دغه صندوق په غړو کې د امریکا او سویس هېوادونو یو یو غړی او د افغانستان دوه غړي شامل دي، چې د افغانستان د اسعاري زېرمو، درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو په هکله به ځينې سترې پرېکړې وکړي.

د ښاغلي وېسټ په وینا، د دغه بورډ تر څنګ، له تجربه لرونکو متخصصو او کارپوهانو افغانانو څخه جوړ یو بل بورډ به هم رامنځته شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دغې ناسته کې د اسلامي امارت له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع ته نغوته وکړه او وې ویل چې په کابل کې د القاعده ډلې مشر حضور د د دوحې له هوکړه لیکه په څرګنده سرغړونه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه