Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ماینونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله

د ماین پاکۍ او همغږۍ، انسجام ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.

د ماین پاکونې او د همغږۍ د انسجام رییس وايي، له یوه کال راهیسې په دغه ډول چاودنو کې څه باندې ۵۵۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوو ماشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۱ پېښو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ماین پاکونې او همغږۍ د انسجام رییس نورالدین رستم خېل وویل:«په دوو وروستیو میاشتو کې په سپټمبر او اکټوبر کې، موږ پېښې لرلې او په سپتمبر میاشت کې مې درې پېښې لرلې او په اکټوبر میاشت کې مو ۱۱ پېښې لرلې او په دغو دوو میاشتو کې ۲۳ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.»

ښاغلی رستم خېل زیاتوي، لا تر اوسه په دې برخه کې ورسره بهرنۍ مرستې نه دي شوي:«دم کړۍ کابو شپږ سوه کیلومټره مربع داسې ساحې دي چې باید پاک کاري شي له بده مرغه دونران (مرسته کوونکي) ډېره پاملرنه نه کوي او د دغو سیمو د پاکولو لپاره باید بهرنۍ مرستې جذب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا په اریوب ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

شفیق د یوه ټپي ماشوم پلار چې د ایمر جنسي روغتون مخې ته د خپل زوی رخصتېدو ته په تمه دی وايي:«د دغه ماشوم درې ځایه ټپي شوي وو، د هغوی یوه په سر چره لګېدلې او د سترګې پاسنی برخه یې ګڼدل شوې او زما د زوی په پښه پارچه لګېدلې ده او هټوکي یې ضربه میندلې ده.»

نور الرحمان د یوه بل ټپي شوي کس ورور دی او په وینا یې ټپي شوی ورور یې د پکتیا په روغتون کې بستر دی.

نور الرحمان په دې هکله وویل:«ورور مې په امبولانس کې کیسه وکړه کله چې مرمۍ یې را واخیسته او هغه یې په تیږه وویشته، نو چاودنه یې وکړه کله یې چې چاودنه وکړه دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور د پکتیا روغتون ته ولېږدول شول.»

د دغه بنسټ په وینا، له یوه کال راهیسې څه باندې ۸۶ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او نا چاودو توکو پاکه شوې او لا هم ۶۰۰ کیلومتر مربع نوره ځمکه ماین پاکۍ ته اړتیا لري.

په بادغیس، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې، تر ټولو تازه پېښو کې پنځه تنه د ناچاودېدونکو توکو د چاودونو له امله وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه