Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون له جوړښته د ښځو څوکۍ له منځه وړل شوې

د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون په نوي جوړښت کې د ښځو څوکۍ لرې شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي، له دې امله چې د ښځو چارو وزارت او د بشري حقوقو کمېسيون له منځه تللى؛ نو په دغه کمېسيون کې د ښځو شتون ته اړتيا نه‌شته .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات مهاجر فراهي وايي: «یو د بشر له حقوقو څخه و او بله د ښځو چارو وزارت و، تاسو پوهېږئ چې اوس دا دوه ادارې په امارت کې نه‌شته؛ نو لامل او علت یې دا دی چې خویندې هم حضور نه‌لري، یانې د دوی ادارات نه‌شته؛ نو نماینده ته یې هم نه‌لري.»

څه موده مخکې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون د غړو شمېر له یولسو – ۱۴ ته لوړ شو.

په دې کمېسیون کې د اطلاعاتو او کلتور او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونو له استازو سربیره به د استخباراتو او د کورنیو چارو وزارت استازي هم ګډون ولري.

له دې سره سم، د خبریالانو ځینې ملاتړي بنسټونه د رسنیو تخطیو ته د رسېدنې په کمېسیون کې د ښځو د استازو پر نشتوالي اندېښنې ښيي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې برخې مسوول عبدالقدیم ویاړ وايي: «وروسته له دې چې په اوسني نظام کې دې کمېسیون بېرته په فعالیت پیل وکړ، له بده مرغه کومه ښځه په‌کې نه‌شته او مد همدې لپاره زموږ اندېښنه له همدې ده چې د ښځینه خبریالانو ستونزې به هلته څوک راپورته کوي؟»

له بل لوري یو شمېر خبریالان د رسنیو تخطیو ته د رسېدنې په کمېسیون کې د ښځو د استازو د حضور غوښتنه لري.

خبریاله مطواع کبیري وايي: « دا کمېسیون چې جوړ شو، ټاکل شوې وه چې شمېر ښځې په‌کې هم وي او موږ ښځینه بریالانې ستونزې لرو، لږ تر لږه ښځه باید وي چې د هغوی غږ پورته کړي.»

یو بل خبریال یوسف ظریفي وايي: «په‌دې وروستیو کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې دي. په‌دې شرایطو کې باید یوه ښځینه غړې موجوده وي، تر څو د دوی ځانګړي مشکلات هلته بیان شي او حل لارې ورته ولټول شي، د دوی لپاره ډېره ښه ده.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره سم، د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون  چارې ودرېدې؛ خو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې دغه کمېسیون خپل فعالیت بیا پیل کړی او لا تر اوسه یې ۳ غونډې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه