Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له وېسټ سره ټلېفوني اړیکه؛ حامد کرزی "بین‌الافغاني مذاکرات" اړتیا ګڼي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د ټلېفوني خبرو پر مهال په اوسنیو حالاتو کې "بین‌الافغاني مذاکرات" یوه اړتیا ګڼلې ده.

حامد کرزي په دې ټلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې په هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي زیاته کړې: «په دغو خبرو کې د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت او د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر ضرورت د نظر تبادله وشوه.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: «د افغانستان په روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت، د نجونو مکاتبو د ژر تر ژره خلاصېدو په ارتباط او د دایمي سولې او ثبات لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو په ضرورت باندې تینګار وشو.»

د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړي استازي هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، له زده کړو د نجونو په محرومېدو سره به افغانستان شاته پاتې شي.

ټوماس وېسټ ویلي، د افغانانو تر منځ د ملي خبرو لپاره د جدي اړتیا په تړاو یې له حامد کرزي سره هم خبرې کړې دي.

ښاغلی وېسټ زیاتوي: «نړۍواله ټولنه به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. اړتیا ده چې، طالبان هم خپله ونډه سرته ورسوي او د مرستو په بهیر کې خپلې لاسوهنې راکمې کړي. دوی په داسې ډول باید حکومت وکړي چې، پانګونې راجلب کړي او د مسلکي او تحصیل کړو خلکو بېرته راستنېدو ته زمینه برابره شي.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو تر منځ خبرې د هېواد یو له اساسي اړتیاو ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي: «په افغانستان کې د جنګ او جګړو ټغر ټول او تر یو حده پورې امنیت تامین دی، خو اوس هم ګڼې سیاسي او اقتصادي شته چې هوارۍ یې بین‌الافغاني تفاهم غواړي.»

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر اغا وايي: «طالبان یو داسې حرکت وکړي چې هغه خپله د طالبانو له طرفه په افغانستان کې دغه مخالفتونه خاموش شي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت د ملي خبرو د اړتیا په تړاو ویلي وو چې، اوس په هېواد کې دغه ډول خبرو ته اړتیا نشته او وخت یې هم تېر شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه