Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینه طلوع نیوز ته: د اسلامي امارت دویم ډپيلوماټ مسکو ته ځي

یوې سرچینې طلوع نیوز ته د دې پخلی کړی چې ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ عبدالله یاسر د ډيپلوماټ په توګه مسکو ته واستوي.

ښاغلی یاسر به د اسلامي امارت دویم ډيپلوماټ وي چې، مسکو ته استول کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وايي:«مسکو ته د یوه ډپيلوماټ استول یوه اړتیا ده، دا یو حقیقت دی چې افغانستان له روسیې خپل سون توکي هم پېرلي او سوداګري جریان لري او سفارت باید فعال وي؛ خو دا د سفیر په سویه نه دی. کابل پوهېږي او هغوی هم پوهېږي.»

تر دې مخکې ځینې روسي رسنیو هم راپور ورکړی و چې، ټاکل شوې د افغانستان سرپرست حکومت د دوشنبې په ورځ عبدالله یاسر د ډيپلوماټ په توګه مسکو ته ولېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار څرګندوي:«روسیان پوهېږي که چېرې د افغانستان له اوسني حکومت سره ښه مناسبات ونه لري امریکا یې ځای نیسي او امریکا هڅه کوي چې افغانستان یوازې چین او روسیې ته پرې نه ږدي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژن هم وویل:«روسیه د افغانستان له خوارې اندېښنه لري، خدای مه کړه مرکزي اسیا د افغانستان له خوا ناارامه نه شي ځکه چې د روسیې ملي امنیت ته دغه موضوع ډېره مهمه ده.»

تر دې مخکې اسلامي امارت جمال ناصر غروال په مسکو کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه معرفي کړی او د ښاغلي غروال ډيپلوماټیک اعتبار لیک هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري منل شوی و.

پخوانی ډپيلوماټ عزیزمعارج وايي:«د یوه هېواد د ډپيلوماټیکو او کونسلي اصولو په مطابق یو هېواد چې بل هېواد په رسمیت ونه پېژني کولای شي هلته د جنرال کونسل په توګه وي یا کونسلي ولري او ډپيلوماټ د کونسلي او حقوقي چارو په خاطر هلته ګومارلی شي یا بل هېواد یې منلی شي.»

اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان، چین، روسیې او ترکمنستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپل ډيپلوماټان لېږلي دي.

تر دې مخکې اسلامي امارت جمال ناصر غروال په مسکو کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه معرفي کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه