نن سهار (چهارشنبې د لړم په ۱۱مه) د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند د مرکزي سیلو په سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کابل ښار د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر چاودنه کې اته تنه ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا دغه چاودنه د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه او د دغې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي طلوع نیوز ته د دغې پېښې د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.
د سیمې یو تن اوسېدونکی په دې هکله وايي:«زه پېښې ته نږدې وم چې د چاودنې یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو ډېر خلک ژوبل شوي وو، ټپيان ډېر وو او دا چاودنه د کاسټر موټر څنګه وشوه.»
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.