Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت:هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی دی او چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د نشه يي توکو کارو بار وکړي.

د دغه معینیت چارواکو په کابل کې د نشه‎يي توکو د زیانونو په هکله د خبرتیا په غوڼډه کې څرګنده کړه چې په بېلابېلو عملیاتو کې څه باندې دوه زره ستر او کوچني تورن نیول شوي دي.
 
له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي په دې هکله وايي:«هغه فرمان چې د امیرالمومنین له خوا صادر شوی دی په دې برخه کې د معینیت ډېر فعالیت او لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې ښودلې ده چې نشه يي توکي صفر ته رسېدلي دي.»
    
د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس ذین الله عابد هم څرګندوي:«د منبر له لارې زموږ او تاسو بریا ده، تاسې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکؤئ او خلک پوه کړئ.»

بل خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، دیني عالمان دې د جوماتونو له لارې خلکو ته د نشه يي توکو سره د مبارزې او زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي رییس عبدالسلام حقاني په دې هکله څرګندوي:«موږ د منبر له لارې قبایح او مضمت یې بیان کړل شي او علما دې د منبر له لارې الهي احکام بیان کړي.»

دیني عالم امیر محمد هم وايي:«د اسلام له نظره په پرېکنده او څرګنده او په فصاحت بیان شوي دي چې د نشه يي توکو استعمال نه یوازې دا چې ګناه ده بلکې یو جرم هم دی.»

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې د کوکنارو کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی او ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه