د چک جمهوریت رسنیو خبر ورکړی چې په کابل کې د دې هېواد سفارت به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وتړل شي.
دغو رسنیو د چک د بهرنیو چارو وزیر له قوله د سفارت د تړل کېدو لامل امنیتي اندېښنې په ګوته کړې دي.
د چک د بهرنیو چارو وزیر جان لي پاول وايي: «چک د افغانستان په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر لومړۍ بندوي؛ ځکه داسې نه پتېیل کېږي چې، د افغانستان امنیتي وضعیت به ښه شي.»
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «د نړیوال شطرنج پر تخته د چک جمهوریت یوه عمده هېواد نهدی، دوی په هر صورت کې په هر هېواد کې سفارت نهلري او مخکېنی راتګ یې هم د ناټو لپاره وو.»
د چک د رسنیو د راپور پر بنسټ، د افغانانو لپاره به د دغه هېواد کونسلي چارې په اسلام آباد کې مخته یوړل شي او بشري مرستې به یې د غیر حکومتي بنسټونو له لارې دوام وکړي.
له دې سره سم، یو شمېر ډيپلوماټان پر دې باور دي چې، په افغانستان کې د چک د سفارت تړل به د افغانستان او نړۍ تر منځ پر ډيپلوماټيکو اړیکو منفي اغیز وکړي.
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «تر اوسه طالبان نهدي توانېدلي چې د نړیوالو باور تر لاسه کړي او د نړیوالو معقولو غوښتنو ته لبیک ووايي.»
خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس په افغانستان کې د امنیت په تړاو د چک د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې ردوي او وايي، د تېر پر تله اوس په هېواد کې امنیت تأمین دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین وايي: «د چک جمهوریت چې وايي، په افغانستان امنیت ښه نهدی، هېڅ د توجیې وړ نهدی او ټولو ته مالومه ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.»
دمګړۍ په افغانستان کې د هند، چین، ازبېکستان، اروپايي ټولنې، روسیې او اماراتو په ګډون د څه باندې لسو هېوادونو سفارتونه فعال دي او همداراز د اسلامي امارت یو شمېر ډيپلوماټان د روسیې، ازبېکستان، چین، ایران او پاکستان له لوري منل شوي؛ خو د یادو هېوادونو چارواکو په ډاګه کړې چې، دغه چاره د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.