د چین ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په ګډه ناسته کې له افغانستان سره پر اقتصادي او بشري مرستو ټینګار وکړ.
دغو دواړو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان د بندو شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې ده.
د دې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «دواړو لورو له افغانستانه د ملاتړ او نړۍوالو مرستو پر دوام او په ځانګړې توګه د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټينګار وکړ. دواړو لورو ویلي چې، له افغانستان سره به خپلو اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکړي او د سیپک پروژې په ګډون به په دغه هېواد کې د پراختیايي پروژو په تړاو خپلې همکارۍ لاپسې پراخې کړي.»
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «په بانکونو کې کوم محدودیتونه شته او زموږ سوداګر نه شي کولای د سوداګرۍ لپاره پیسې ولېږي او یا هم له بهر څخه افغانستان ته پیسې راولېږدوي. دا ټولې ستونزې د پیسو د کنګل کېدو له امله دي.»
له دې سره سم، اقتصاد وزارت وايي، د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان او چین همکارۍ به د افغانستان په اقتصادي وده کې اغیزناک وي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري زیاتوي: «افغانستان د سیمې د ثبات او امنیت محور دی. د چین او پاکستان د همکارۍ په ګډون د سیمې د هېوادونو همکاري د افغانستان او سیمې په اقتصادي وده کې ګټوره او ګټوره تمامېدای شي او د افغانستان او سیمې د اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي، سیمهییزه همکاري په ځانګړي ډول د چین او پاکستان تر منځ به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رښتیا وايي: «چین کولای شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او دغه پانګونه به له یوې خوا د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي»
تر دې مخکې د روسیې او ایران په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. دمګړۍ د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده شتمنۍ په امریکايي، اروپايي او اسیايي بانکونو کې کنګل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه