د کندهار ولايت چارواکي وايي، د دې ولايت په دامان ولسوالۍ کې يې يو ډلهييز قبر موندلى دى.
د کندهار د والي وياند په دې باور دی چې د پیدا شويو هډوکو او د سر کوپړيو ته په کتو دا خلک لس يا پنځلس کاله وړاندې پهدې سيمه کې خښ شوی دي.
د کندهار د والي وياند حاجي زيد وايي: «ياده ادعا د سیمې خلکو هم تاييد کړې چې دلته ډېر نور وحشتونه هم شوي. ټول افغانستان او خصوصاً کندهار کې د ډله ييزو قبرونو پيدا کېدل يوه عادي خبره ده، چې د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته د کندهار په ګڼو سيمو کې پیدا شوی او دا دی نور هم هره ورځ پيدا کېږي.»
تر اوسه لا نه ده معلومه، چې دا جسدونه د چا دي.
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت وياند نعيم وردګ په يوه ټويټ کې ادعا کړې، چې پخوانی حکومت د دې کار مسوول دی.
د سياسي چارو کارپوه واحد فقيري وايي: «د دې کار د مخنيوي لپاره بايد يو کمېسيون جوړ شي، چې د دې خلکو سوانح پيدا شي او خلپوانو ته يې خبر ورکړل شي. او د دوی سوانح او هغه چا چې دا جنایت کړی، هغه د ملګرو ملتونو سره، د بشر د حقونو سره د دوی معلومات شريک شي.»
د کندهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم په دې اړه د هر اړخيزه څېړنې غوښتنه کوي.
د کندهار اوسېدونکی عبدالرووف عظيم وايي: «دا مهمه ده چې عاملين يې پيدا کړل شي. دا پېښه بايد تر يوه خبر تر حده پاتې نه شي او بايد وڅېړل شي. عاملين يې پيدا او سزا ورته ورکړل شي.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی سردار اغا وايي: «له اوسنيو چارواکو څخه دا غوښتنه لرم، چې په دې اړه نړيوال تحقیقات وکړي.»
تر دې وړاندې هم د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ډله ييز قبر موندل شوی وو، چې پکې دولس تنه خښ شوي وو.
په دې اړه مو اندونه