بريټانيا به په راتلونکي ژمي کې له افغانستان سره څه دپاسه اته ویشت مېليونه ډالره مرسته وکړي.
د خوړو نړيوال پروګرام په خپله خبرپاڼه کې له دې مرستو هرکلی کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه پيسې به په افغانستان کې زيانمنو شويو کسانو ته د خوراکي توکو په برابرولو ولګول شي.
د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د بریټانیا دولت مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام ته د دې اجازه ورکوي چې، په راروان ژمي کې د ۶۵۰ زره افغانانو لاسنیوی وکړي. د خوړو نړۍوال پروګرام د بریټانیا د ۲۵ میلیونه پونډو چې تقریباً ۲۸ اعشاریه ۸ میلیونه امریکايي ډالره کېږي هر کلی کوي.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، بشري مرستې په لنډ مهال کې موثرې دي؛ خو د فقر په راکمولو کې چندانې اغیزناکې نه دي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «بشري مرستې هيڅ اقتصادي اغېز نهلري، ځکه چې دا مصرفي مرستې دي، خو دا کولی شي په هېواد کې د بېوزلۍ مخه ونیسي.»
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «هغه مرستې چې تر دې دمه ورکړل شوې دي د جدي څارنې او کنټرول له نشتوالي قرباني شوي او دا مرستې نهشي کولای د هېواد د وضعیت په ښه کولو کې رول ولوبوي او موږ له دې بحران څخه وژغوري.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: «بشري مرستې باید د پراختیا او پرمختیایي مرستو لور ته بدلون ورکړي، څو د کار پیدا کولو او د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه پورته شي.»
بریټانیې په روان کال کې له افغانستان سره د څه باندې ۲۸۰ میلیونه پونډه مرسته کړې او دغه هېواد بیا په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام یو له لویو ملاتړو دی.
په دې اړه مو اندونه