Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدینو یوځل بیا په کابل کې اعتراضي غونډه جوړه کړه

یو شمېر متقاعدین یوځل بیا نن (شنبې د لړم ۱۴) د تقاعد د خزینې ریاست ته نږدې په یوې راټولېدنې سره د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه وکړه.

دوی وايي چې میاشتې میاشتې کېږي چې د خپلو حقوقو د اخیستو په تمه دي؛ خو تراوسه د هغوی غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

۶۸ کلن محمد داوود چې څه باندې ۳۰ کاله یې په کابل ښاروالۍ کې موټرواني کړې وايي، د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او په اوس وخت کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

متقاعد محمد داوود وویل:«موږ له اسلامي امارته غواړو د خدای په خاطر زموږ حق راکړئ، زموږ حق راکړئ، زموږ حق راکړئ موږ نور کار نه لرو، نور هېڅ کار نه لرو، د خدای په خاطر له لوږې مړو.»

ګل جان چې د خپل خاوند د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره راغلې ده وايي:«زامن مې کراچۍ چلوي لس بچیان د یوه دي یو نن ډوډي راوړي بل یې سبا، د درملو لپاره مې د کور ټول مالونه وپلورل، سره زر مې و، ومې پلورل شکر لرم درمل مې واخیستل.»

بل متقاعد نجیب الل هم څرګندوي:«فرش او ظرف، د کور مالونه مې چې لرل وپلورل شول اوس موږ ته هېڅ نه دي پاتې، نور هېڅ وس مو نه دی پاتې چې د خپلې کورنۍ ۲۴ ساعته اعاشه وکړو.»

  بلخوا د مالیه وزارت وايي، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو لا هم پر یوې طرحې کار روان دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«د متقاعدینو د حقوقو په هکله چې طرحه جوړه شوې وه د کابینې په پنځمه ناسته کې تصویب شوې ریاست الوزرا ته سپارل شوې اوس د مالیې وزارت د ریاست الوزرا د پرېکړې په تمه ده، څرنګه چې لارښونه موږ ته رسېږي موږ خپل کار پیلوو.»

دغو متقاعدینو تر دې مخکې هم څو وارې د خپلو حقوقو د ورکړې په تړاو اعتراض کړی وو.

مالیه وزارت وايي، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو لا هم پر یوې طرحې کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه