د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وايي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړل شي.
د یکشنبې پر ورځ د مصر شرم الشیخ د اقلیمي بدلونونو په هکله د ملګرو ملتونو د غونډې کوربه دی.
د دې غونډې د جوړېدو په درشل کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د ورانوونکو اغېزو د درېدو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وایي، چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو په دوامداره توګه زیانمن شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ډاکټر رامزالاکبروف وویل:«دا چاره ډېره ځورونکې ده، چې د افغانانو تر ټولو زیانمنوونکی قشر په ځلونو د چاپېریال ناورینونه زغمي، په داسې حال کې چې موږ تل لنډ مهالي ناورینونه مدیریت کوو؛ خو د مناسبې بودیجې د نشتوالي له امله دغه چاره لاپسې ستونزمنېږي.»
په دې غونډه کې د افغانستان یوه نارسمي استازي هم ګډون درلود.
د چاپېریال ساتنې د رضاکارې ټولنې مشر وایي، چې د دې غونډې موخه د تودخې د کچې راټېټېدل دي.
د چاپېریال ساتنې د رضاکارې ټولنې مشر عبدالهادي اڅکزی وايي:«د ملګرو متلونو سازمان اوه ویشتم کنفرانس جریان لري په شرم او الشیخ مصر کې جوړه شوې ده.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګنده کړه:«له سیاسي مسایلو لرې موږ باید پوه شو چې د افغانستان خلک له اقلیمي بدلونونو شکایت لري.»
په دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نږدې ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی چې ۱۲ ورځې به روانه وي.
په دې اړه مو اندونه