Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل او د کانکور له ازموینې د نجونو محرومېدل

ځینې زده کړیالانې وايي چې د نجونو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو له امله، د سږني کانکور په ازموینه کې له ګډونه بې برخې شوې دي. او اوس یې برخلیک روښانه نه دی.

که څه هم د دغو زده کړیالانو کره شمېر معلوم نه دی؛ خو په زرګونه نجونې چې تېر کال په دولسم ټولګي کې وې د کانکور له ازموینې محرومې شوې دي.

یوه له دغو زده کوونکو نازنین وايي:«موږ همدا هیله لرو چې ښوونځي پرانیستل شي موږ د خپلې راتلوونکې په هکله اندېښمنې یوو، غواړو چې ښوونځي پرانیستل شي چې موږ زده کړې وکړو او درس ووایوو.» 
   
بله زده کوونکې لیمه هم څرګندوي:«یولسم ټولګی چې دولسم ټولګي ته تللي بې برخلیکه دي، دولسم چې کانکور ته تللي د کانکور اماده ګي وايي له هغوی هم بې برخلیکه دي.»

یو شمېر زده کوونکې چې او‎س‎مهال له بې برخلیک حالت سره مخ دي، له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.

زده کوونکې ارزو وویل:«له اسلامي امارته هیله لرم چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي د دې لپاره چې موږ غواړو تعلیم وکړ درس ووایوو او خپل هېواد ته پرمختګ ورکړو.»

ورته مهال ځينې هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې «افغانه نجلۍ پرېږدئ چې زده کړې وکړي» په نامه کمپاین پېل کړی دی.

کمپاین کوونکي وایي، چې د دغه کمپاین موخه یې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو پرانیستل دي. په دغه کمپاین کې پر افغانان سربېره، بهرنیو وګړو هم برخه اخیستې ده.

د کمپاین جوړونکی عبیدالله بهیر په دې هکله وايي:«دا یو غیرسیاسي کمپاین دی د دغه کمپاین موخه دا ده چې د یوې اوونۍ په لړ کې بېلابېلو مېلمنو ته بلنه ورکوم چې افغانان هم دي او بهرنیان هم، استادان، کارپوهان او ټول هغه کسان چې د ښوونځيو پر پرانیستو په هکله بېلابېل بحثونه کېږي.»

بل خوا د پوهنې وزارت مسوولان زموږ له پرله پسې اړیکو سره سره، په دې تړاو ځواب ویلو ته حاضر نه شول. خو یو شمېر دیني عالمان له ښوونځيو نه د نجونو محرومیت د شریعت د احکامو پرخلاف ګڼي.
  
د دیني علومو استاد رحمت الله نوروز وايي:«هېڅوک نجونو ته د اسلام له ادرسه نه شي ویلای په ځانګړې توګه په افغانستان کې په دغه حد کې چې موږ یوو ځکه موږ اړتیا لرو زموږ خویندې درس ووايي دا منع دي چې هغوی ښوونځي ته دې نه ځي فکر کوم چې دا مسله سټراټېژي ده او د سټراټېژۍ ستونزه ده نه د اسلام او هېڅوک نه شي ویلای د دې لپاره چې په اسلام کې دا ډول شی نشته.»

بل خوا د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو پر ټوېټر په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو د څرنګوالي په تړاو کمپاین پېل کړی دی. د نجونو د ښوونخیو له نه پرانیستل کېدو سره هم مهاله، د لوړو زده کړو په بنسټونو او کانکور آزموینه کې هم د نجونو حضور کم شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه