Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له بندخونو د افغان کډوالو د ازادولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د شمېرو له مخې په تېرو نږدې څلوېښت ورځو کې پاکستاني پوليسو له ۱۲۵۰ تنو زيات افغان کډوال نيولي او اوسمهال په زندان کې دي.

په پاکستان کې د افغانستان سردار احمد شکېب وايي چې د دغو کسانو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي.

په دغو نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفير سردار احمد شکيب وايي:«دغه ډول مشکلات په پاکستان کې شته. په ځانکړې ډول په سند او کراچۍ ښارونو کې يې ډېر زور اخيستی دی. په دې کې هغه افغانان هم دي، چې مهاجر کارتونه لري. له وخته څخه دلته پراته دي، کاروبارونه کوي، د هغوی هم شکايتونه راغلي دي. موږ کوشش کوو، چې پاکستاني چارواکو ته دا خبره په لويه کچه باندې ورسوو.»

په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسل وايي، چې يو د تاج محمد په نوم يو افغان زنداني د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو جسد يې تر اوسه افغانستان ته نه دی انتقال شوی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي:«له ده سره د دين محمد په نوم د ده زوی پایواز وو. هغه اوس بندي دی په زندان کې دی. موږ ډېر کوششونه کړي، چې د ده زوی ازاد شي او د خپل پلار جسد يوسي وطن ته. تر اوسه موږ کامياب شوي نه يوو.»

په پاکستان کې د افغان زندانيانو يوه وکيله منیزه کاکړ وايي، چې پاکستاني پوليسو د قانوني اسنادو لرونکي ۴۰۰ افغانان هم نيولي دي.

په پاکستان کې د کډوالو د حقوقو فعالان او ځينې خبريالان وايي، چې په کراچۍ او سيند کې پاکستاني پوليسو د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ غړی کاوش انجم وویل:«نن سبا د کراچۍ او سيند په زندانونه کې ډېر افغان کډوال زندانيان دي.»

پاکسانی خبريال طاهر خان هم څرګندوي:«هلته چې کوم ځايي وکيلان دي، هغوی وايي، ځينې وخت کې هغه خلک هم شکايت کوي، چې هغوی سره د مهاجرت کارتونه هم وي؛ خو د هغه باوجود هم پوليس دوی په تنګوي. داسې تورونه هم لګول کېږي، چې پولس ترې پيسې اخلي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی هدایت الله پشتین وايي:«په زندان کې دوی ته ډېر زيات مشکلات وي. مېرمنې ماشومان په بد وضعیت کې وي، مريضان هم په کې وي.»

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو پر بنسټ د دوشنبې په ورځ ۳۰ افغانان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښايي چې، اوس‎مهال په پاکستان کې ۱.۳ مېليونه افغان کډوال ثبت شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل وايي، چې يو د تاج محمد په نوم يو افغان زنداني د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو جسد يې تر اوسه افغانستان ته نه دی انتقال شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه