Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو لپاره د اروپايي ټولنې د ۵۰ مېلیونه یورو مرسته

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل نوي راپور کې ویلي چې اروپايي ټولنې د افغانستان د خلکو لپاره ۵۰ مېلیونه یورو مرسته کړې ده.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي دي چې له دغو مرستو سره به د افغان وګړو لپاره د ژوند اسانتیاوې او ملاتړي مرستې به برابرې شي.

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«د خوړو نړۍوال پروګرام یا «ډبلیو اېف پي» په افغانستان کې د ژوند د اسانتیاوو او د هغو فعالیتونو لپاره چې په ټولنه کې د طبیعي پېښو په وړاندې د درېدنې ملاتړ کوي له اروپايي ټولنې ۵۰ مېلیونه یورو مرسته ترلاسه کړي دي.»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې یې له اړمنو سره د څه باندې ۷۳۰ زره ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا له اړمنو سره د بشري مرستو د څرنګوالي په تړاو داسې وايي:

 د کابل اوسېدونکی سید عیسی وايي:«دا مرستې دې بې وزلو، بې چاره ګانو او غریبانو ته دې ورسېږي او هغو ته ونه رسېږي چې موټر ته یې ګوري، کور ته یې کور، هغوی ته رسېږي او غریب ته نه رسېږي.»

د کابل بله اوسېدونکې شازیه هم څرګندوي:«درې ژمي دې چې موږ یې په سړو کې تېروو. دا یې څلورم ژمنی دی چې نه خواړه لرو او نه هم پوښاک لرو.»

له بل لوري د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري وضعیت او لوږې په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۴۵ مېلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې رییس او عامل مدیر ډېوېډ میلیبنډ وايي:«په سومالیا، د اتوپیا، کینیا او آن د یمن او افغانستان په ځینو سیمو کې د واقعي قحطۍ ګواښ شته. بشري وضعیت داسې دی چې، د بل هر وخت پر تله لا هم یو زیات شمېر خلک پر بشري مرستو تکیه دي.»

تر دې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، په افغانستان کې به په ژمي کې وضعیت لاپسې ترینګلی شي او د افغانانو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالې ټولنې قوي ملاتړ ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه