څه باندې یوه میاشت کېږي چې په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر درېدلی دی، او دغه بهیر بېرته نه دی پيل شوی.
ځينې هېوادوال چې د پاسپورټ اخیستو غوښتونکي دي وايي چې د دغه بهیر درېدل دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې دغه بهیر ژر تر ژره بېرته پيل کړي.
دوی ادعا کوي، چې د دې بهیر درېدو د کمېشن کارانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د پاسپورټ غوښتونکی ذبیح الله وايي:«دا چې په ځلونو د پاسپورټ ریاست تړل کېږي نه پوهېږم چې لامل یې څه دی او یوځل پاسپورټ وېشي او دوه ځلې یې بندوي او دا ښايي کمېشن کارانو ته زمینه برابره کړي.»
د پاسپورټ بل غوښتونکي مسیح الله هم وویل:«له اسلامي امارته هیله کوو چې د پاسپورټ د وېش بهیر له سره پيل کړي او هغه هم په رڼه توګه.»
بل خوا د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند وایي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د تخینکي ستونزو له امله درېدلی دی او دغه ریاست هڅه کوي څو دا ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.
د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن څرګندوي:«د پاسپورټ د وېش بهیر د پاسپورټ د عمومي رییس په لارښونې او د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی او په دې برخه کې زموږ تخنیکي ډلې عملاً کار کوي او تخنیکي ستونزې به ډېر ژر حل شي.»
په هېواد کې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، د پاسپورټونو د وېش بهیر پنځه ځلي په بېلابېلو علتونو درېدلی دی او تر اوسه درې ځلې د دغه ریاست رییسان هم بدل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه