Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هلمند کې د هوايي بریدونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د غرامت غوښتنه کوي

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي چې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو او چاپو کې یې د کورنۍ غړي زیانمن شوي، د غرامت غوښتنه کوي.

دوی وایي، د کورنۍ سرپرست نشتون له امله دا مهال خورا بد اقتصادي وضعیت کې قرار لري او تر اوسه یې هېچا لاسنیوی نه دی کړی.

محمد باران چې د خپلي ۲۸ کسیزي کورنۍ یوازنی سرپرست دي، وایي، د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. باران نیوکه کوي چې تر اوسه هېچا د دې پېښې د څېړلو په اړه ګام نه دی اوچت کړي.

د قربانیانو د کورنۍ غړی محمد باران زیاتوي: «تر اوسه زموږ غږ چا نه‌دی اورېدلی او نه څوک راغلي دي، نه هم زموږ پوښتنه چا کړې ده. هېڅ شی مو نه‌دي کړي، په دغه وچ ځای کې پراته یوو او دغه ډول مو حال دی.»

د وژل شویو کسانو مور وایي، د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون دوه غبرګ ځوان زامن له لاسه ورکړي دي.

د وژل شویو کسانو مور فاطمه وايي: «چې ورغلم ټول ټوټه-ټوټه پراته دي، د ښځو لاسونه یې یو ځای او سرونه یې بل ځای پراته دي. ټوټې مو ورته راټولې کړې.»

د وسله وال تاوتریخوالي لپاره یوې موسسې راپور ورکړی چې د برېټانیا حکومت په کابل او د هلمند په سنګین، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې د قربانیانو یو شمېر کورنیو ته تاوان ورکړی دی.

بل خوا بیا د هلمند سیمه ییز مسوولین وایي، په زرګونو داسې کورنۍ شته چې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو او شپنیو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض زیاتوي: «په هلمند کې د ګوتو په شمېر نه‌؛ بلکې په زرګونو داسې کورنۍ شته چې غړي یې په بمبارد او چاپو کې په شهادت رسېدلي دي.»

د برېټانیا حکومت د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴  کلونو تر منځ څه باندې ۶۵۰ زره پونډه د قربانیانو یو شمېر کورنیو ته چې شمېر یې ۲۸۰ کسانو ته رسېږي، تاوان ورکړی دی.‌

د برېټانیا حکومت په کابل او د هلمند په سنګین، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې د قربانیانو یو شمېر کورنیو ته تاوان ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه