Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه البوم کې د ۱۹مې پېړۍ د کندهار د اوسېدونکو ژوند ته کتنه

د "ګېټي" څېړنیز انسټېټیوټ د هغو عکسونو البوم خپور کړی چې په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان-انګلیس د دویمې جګړې پر مهال اخیستل شوي وو.

په دې البوم کې شپېته تاريخي انځورونه راټول شوي چې په نولسمه پېړۍ کې د کندهار د اوسېدونکو ژوند په‌کې انځور شوى دى.

کندهار د هېواد دویم لوی ښار دی چې یو وخت د افغانستان پلازمېنه وه. د کندهار د شهیدانو چوک، چهل زینه، خرقه مبارک، شکاپر دروازه او د عیدګاه دروازه يې له تاریخي سیمو څخه دي.

د ګیټي څېړنیز انسټیټیوټ دا عکسونه د ۱۸۸۰- ۱۸۸۱ کلونو تر منځ د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې پرمهال په ډېجېټل البوم کې اخیستي دي.

اریخ لیکونکی جوان شیر راسخ وايي: «کندهار د افغانستان په سویل لوېدیځ او سویل ختیځ کې د سیاسي تاریخ، ټولنیز تاریخ او ان د اسلامي کلتوري تاریخ په ګډون، څو ډوله اسلامي تاریخ لري.»په‌دې عسکونو کې د کندهار د اوسېدونکو ژوند او اقتصادي وضعیت انځور شوی دی.

د کالیفورنیا پوهنتون د تاریخ استاد نایل ګرین وايي: «که موږ د لرغوني کندهار په اړه تصور وکړو تل به مو لوې او برجورې کلاوې ذهن ته راشي چې په ښار او شاوخوا سیمو کې جګې ولاړې وې لکه څنګه چې د ډاکټر بنیامین سامسون د کندهار البوم انځورونو کې لېدل کېږي حتا په لرغونو وختونو کې کندهار تل یو مهم ښار و.»

د امریکا د کالفورنیا پوهنتون استاد وايي، د احمد شاه دراني له واک ته رسېدو وروسته کندهار مشهور شو او دغه ولایت د احمد شاه دراني د پلازمېنې په توګه وټاکل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه