Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه ادعاوې ناسمې وبللې

اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د یو شمېر هېوادونو اندېښنې بې‌بنسټه ګڼي او وايي، داسې شواهد نه‌شته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي.

دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په هېواد کې د لشکر طیبې او جیش محمد ډلو په څېر د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې د یادوهېوادونو د ناسمو اطلاعاتو پایله ګڼي او په وینا یې افغانستان د هېڅ هېواد ګټي نه ګواښي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «هېڅ ډول اسناد او شواهد نه‌شته چې ګواکې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او د هغوی ګټو ته ګواښ دی، پس ویلای شو چې په‌دې اړه اندېښنې او څرګندونې پر ناسمو مالوماتو ولاړې دي، زموږ هیله دا ده چې د زموږ د هېواد واقعیت درک شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په غونډه کې د هند او پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د لشکر طیبې، جیش محمد او د پاکستان د طالبان تحریک د حضور په تړاو اندېښنه ښودلې وه او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي وو چې، په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عامر خان زیاتوي: «موږ باید د ترهګرۍ ضد لپاره یوه جامع تګلاره جوړه کړو او پاکستان به د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي له ترهګرۍ سره د مبارزې له هڅو ملاتړ وکړي.»

خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لېدلوري لري.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیگر وايي: «که په افغانستان کې دا ډول ډلې وي، دا د همدې هېوادونو روزل شوې دي چې په هر نوم چې پر افغانستان ادعا کوي، باید پوه چې شي څه مو کرلي هغه به رېبئ.»

د پوځي چارو کارپوه محمد زلمی افغان‌یار زیاتوي: «د افغانستان سیاسیون په تېره اوسنی حکومت باید د افغانستان په جغرافیه کې دا ډول سیاست او پالیسي غوره کړي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان له وضعیته اندېښنه و نه‌کړي.»

تر دې مخکې هم اسلامی امارت تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور مساله رد کړې او همداراز یې په ډاګه ویلي چې، د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه