Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ښځینه سوداګرو د ملاتړ برخه کې د یوناما او سوداګرۍ وزارت ګډې هڅې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې رزا اوتونباویا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د ښځینه سوداګرو پر ملاتړ ټینګار کړی.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، په‌دې ناسته کې د سیمې او نړۍ بازارونو ته د سوداګرو ښځو د لاسرسي او د کسب‌ګرو ښځو لپاره د مرستو د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

په‌دې ناسته کې د یوناما د بشري مرستو د همغږۍ مشر رامز الکباروف هم حضور درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «د ښځو لپاره د جوازونو د اسانه کولو په اړه بحثونه وشول. مخکې مو اعلان کړی و چې ښځو ته مو د سوداګرۍ د جواز او د شرکتونو د جوازونو د ترلاسه کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي او همداراز ازاد بازار ته د ښځینه متشبثینو د لاسرسي په اړه هم خبرې وشوې.»

له بلې خوا یو شمېر ښځینه سوداګرې د بازار له نشتوالي شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې، د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو لپاره زمینه برابره کړي.

سوداګره نفیسه دانش وايي: «له بده مرغه په اوسنیو حالاتو کې ښځې په کور دننه او بهر د خپلو تولیداتو پلور نه‌لري. یوه بله ستونزه یې د پانګې کموالی او د بازار نشتوالی دی.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، له متشبثو ښځو ملاتړ کولی شي د هېواد له اقتصادي ودې او په ځانګړې توګه د کورنیو د اقتصاد له ښه والي سره مرستې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي زیاتوي: «د ښځو د سوداګرۍ وده په ټولنه کې د بې‌وزلۍ له کمولو سره مرسته کوي او ملي عاید او د ښځو اقتصادي خپلواکي پر ټولنې مثبته اغېزه کوي.»

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي، دا مهال د هېواد خصوصي سکټور بهر ته د پیسو په لېږدولو کې له محدودیتونو سره مخ دی.

د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالنصیر رښتیا څرګندوي: «له بده مرغه پر بانکونو محدودیته د دې لامل شوي چې اقتصادي نیم ته راښکته کړي او موږ نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي. که هغه واردات یا صادرات وي.»

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۴ زره ښځې د سوداګریزو چارو د فعالیت لپاره رسمي جوازونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه