Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په شپږو میاشتو کې له ایرانه د نږدې ۱۹۰ زرو افغان کډوالو ویستل

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې دوه سوه زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته را اړول شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د دغو کډوالو له ډلې ۶۸ زره کسانو سره نغدي او غیر نغدي مرستې شوې دي.

د نیمروز د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت وايي: «په تېرو شپږو میاشتو کې له ۶۸۲۵۸ کډوالو سره چې د نیمروز له لارې له ایرانه راغلي، مرسته شوې ده.»

په همدې حال کې راستانه شوی افغان کډوال په ایران کې د افغانانو پر ستونزو اندېښمن دي.

هېواد ته راستون شوی عبدالغفور وايي: «زموږ هیله دا ده چې هېواد مو اباد او ارام شي، ځوانانو ته کار پیدا شي، له هېواده بهر ډېره سختي او بدمرغي ده.»

هېواد ته راستون شوی خدای داد وايي: «هېڅ مې ښه ورځ و نه‌لېدله، تل د کار په لټه کې یم، څلور ورځې د خلکو په هېواد کې کار کوو، څلور ورځې وروسته دې په لغتو وهي، بېرون دې غورځوي.»

بل خوا د چارو یو شمېر شنوونکي وايي، په هېواد کې د کاري زمېنې په رامنځته کېدو سره به هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته له تللو ډډه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی فهیم فرامرز وايي: «حکومت باید دې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او اړ نه‌شي چې د دوی ځل لپاره له خپل هېواده ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي او په سلګونه نور بیا له دغو هېوادونو په زور بېرته افغانستان ته را اړول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه