Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حدودو او قصاص جاري کولو په اړه قاضیانو ته د اسلامي امارت د مشر حکم

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده قاضيانو ته حکم کړی چې پر مجرمینو شرعي حدود او قصاص عملي کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مولوي هبت‌الله اخندزاده قاضیانو ته حکم کړی، څو د سړي تښتونکو، غلو او فتنه ګرو دوسیې په دقت وڅېړي.

په ورته وخت کې د رياست الوزراء ویاند طلوع نیوز ته وايي، د اسلامي امارت د مشر حکم به په ټول هېواد کې پلي شي.

د رياست الوزراء وياند يوسف احمدي وايي: «هغوی چې په قتل انسان تښتونې او غلاوو کې ښکېل دي، بايد د خپلو شومو اعمالو سزا وويني.»

د سترې محکمې مرستيال وياند عنايت‌الله وايي: «مولوي هبت الله له قضاتو سره د ليدنې پر مهال قاضيانو ته سپارښتنه وکړه، چې د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړئ. هغه دوسيې، چې دوسيې چې د حد او قصاص ټول شرعي شرايط يې پوره کړي وي، مکلف ياست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ.»

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په اوسني وضعیت کې د شرعي حدودو پلي کول ستونزمن ګڼي.

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري زیاتوي: «اسلامي امارت باید په دې برخه کې خپله پریکړه وکړي، که په داخلي ابعادو ټینګار کوي او که په خارجي ابعادو او د هغې له مخې باید اقدام وکړي.»

د سياسي چارو کارپوه سيد اکبر اغا وايي: «اسلامي نظام چې دی، هغه په حدودو باندې کامل کېږي او که حدود نه وي، هغه اسلامي نظام ته کامل اسلامي نظام نه ويل کېږي. زما په فکر باندې دا خبره پر ځای باندې خبره ده، چې حدود جاري او قاتل قصاص شي.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په عادلانه ډول د مجرمينو د مجازاتو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی تراب وايي: «هر فرمان خپل اصول او قواعد لري، بغير له قوادو او اصولو باید داسې کوم کار ونه‌شي.»

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د شرعي حدودو د پلي کیدو خبر نه دی ورکړل شوی او دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت مشر په هیواد کې د شرعي حدودو د تطبيقېدو رسمي حکم صادروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه