Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپا کمېسیون له افغانستان سره د ۷۵ مېلیونه یورو له مرستې خبر ورکړ

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې له افغانستان سره یې د ۷۵ مېلیون یورو نوې کڅوړه ځانګړې کړې ده.

د اروپا کمېسیون چې د اروپایي ټولنې اجرايي برخه ده، د جي شل ډلې د غونډې په درشل کې له هغو زیانمنو سره چې د خوراکي خوندیتوب له ناورینه، کړیږي، ۲۱۰ مېلیونه یورو مرسته کړې ده.

د دغې ټولنې د خبرپاڼې له مخې، مرسته د ۵۱ هېوادونو لپاره په پام کې نیول شوې چې لویه برخه به یې افغانستان ته ورسېږي.

د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په ۲۰۲۲ کال کې د خوراکي خوندیتوب نشتوالی هم د اندازې او هم د سختوالي له پلوه زیات شوی دی. لږ ترلږه په ټوله نړۍ کې ۲۰۵ مېلیون تنه له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دا تر ټولو لوی ثبت شوی شمېر دی. افغانستان، اتوپیا، نایجریا، سوېلي سوډان، سومالیا او یمن د قحطۍ له خطر سره مخ دي.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت د دغو مرستو هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې که د نړۍوالې ټولنې مرستې له اسلامي امارت سره په همغږۍ ولګول شي، د خلکو د ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې به ډېرې ګټورې وي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«اقتصادي ستونزو او د ژمي پيل ته په کتو دا مرستې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ د پلان او پروګرام له مخې تطبیق شي، زموږ د هېوادوالو د ژوندانه د وضعیت د ښه والي لامل به شي.»

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید مرسته ورسره وشي.

د کابل اوسېدونکی اجمل بهاوي وايي:«مرستې، په هغه اندازه چې خلکو تمه لرله مرستې ورته نه دي رسېدلي، موږ له دولته هیله لرو چې په دې هکله ډېره څارنه ولري.»

تر دې وړاندې هم اروپايي ټولنې له افغانستان سره پنځوس مېلیونه یورو مرسته کړې ده.

د افغانستان بانک شمېرې ښيي، چې په تېرو پنځلسو میاشتو کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې نغدي مرستې څه باندې یو نیم ملیارډ ډالرو ته رسېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه